برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل په شش درک سیمه کې دوه پر لپسې چاودنه

دیورپوټ په اساس د کابل په شش درک سیمه کې د دوو پر لپسې چاودنو له امله تر اوسه د ۸ تنو د وژل کېدو او ۲۰ تنو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.


لومړۍ چاودنه د ملي امنیت ودانۍ ته نیژدې شوې، کله چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه، ژورنالیستان او خلک را ټول شول، دوهمه چاودنه هم وشوه.
ځیني عیني شاهدان وايي چې دوهمه چاودنه د شش درک سړک په لومړي سر کې شوې او د لومړي چاودني د ځای سره لږ فاصله لري.
ځیني سرچیني وايي چې په چاودنه کې د فرانس پریس انځورګر خبریال شاه مری «Shah Marai Faizi» هم وژل شوی دی.
ویل کیږي چي د ژوندون تلویزون خبریال «توخي» او د یک تلویزون خبریال «غازي» هم وژل شوی او د ازادي راډیو خبریال سباوون کاکړ مرګونی ژوبل شوی دی.

شریک یي کړئ!