برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پچير ملا صاحب په کورباندی چاپه

آریانانیوز: دځایی سرچینوپه راپور د ملکی وګړو په کورونو د شپنيو عملياتو او چاپو په دوام دا ځل ګډو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د ديني او روحاني شخصيت «پچير ملا صاحب» په کور چاپه اچولې ده او د کور سامانونه يې ګډوډ کړي دي
راپورونه وايي چې ګ‌ډو ځواکونو د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ په پچير کلي کې د هيواد د ستر علمي او روحاني شخصيت «پچير ملا صاحب» په کور چاپه اچولې ده چې تر اتو ساعتونو يې دوام کړی و او د کور ټولې خونې يې پلټلي دي
په دغه چاپه کې عسکرو دوه ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله توفنګچې او يو چره ييز ټوپک هم له ځان سره وړی دی او د کور سامانونه يې ټول پلټلي دي
د سيمې اوسېدونکو د ياد روحاني او علمي شخصيت په کور د ګډو ځواکونو د چاپې په اړه خواشينې ښودلې ده او دا يې د پچير ملا صاحب د کور سپکاوی بللی دی
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم امريکايي عسکرو د پچير ملا صاحب دوه زامن هم نييولي وو چې درې کاله يې په باګرام زندان کې تير کړ او پير قمر الدين زندان څخه له خوشې کېدو وروسته په يوې ولسي غونډه کې د ګډون په وخت کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکی وګړو په کورونو چاپې او عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي