برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پنځو ولسواليو ماشومان د پولیو له واکسینه څخه بی برخې

آریانانیوز: په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د واکسین درې ورځنی کمپاین  په داسې حال کې پيل شو چې د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ یې له پوښښ څخه پاتې دي.


د همدې او یو شمېر نورو ستونزو له امله سږ کال په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.
شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د پولیو واکسین د درې ورځني کمپاین د پیل پر مهال وویل، د درېیو ورځو په موده کې به د دغه ولایت له پنځو کلونو د کم عمر ۵۶۷زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، دغه ځل به د پولیو د واکسین تر څنګ ماشومانو ته د ویټامین اې کپسولونه هم ورکړل شي چې د تنفسي ناروغیو مخنیوی کوي.
خو هغه خبر ورکړ چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ځینو ستونزو له امله شاوخوا ۱۰۸ زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې کېږي.
په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په پنځو ولسوالیو شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف کې وسله والو طالبانو د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان غوښتنه کوي چې په دغو ولسوالیو کې دې د پولیو واکسین جومات په جومات ترسره شي خو د دوی پالیسي دا ده چې د واکسین کمپاین باید کور په کور ترسره شي.
د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې چې ان کور په کور د واکسیناسیون پروګرام پلی کېږي نو هم ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، که جومات په جومات ترسره شي نو ډېر شمېر ماشومان به له واکسینه بې برخې شي.
دغه راز یو شمېر سرچینې دا هم وايي چې په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ځکه د پولیو پر واکسین بندیز لګولی چې د دوی په وینا، له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.
خو دی وايي، د دې ستونزې د حل په موخه د قومي مخورو او دیني عالمانو په مرسته په وار وار د وسله والو طالبانو له ځايي مشرانو سره خبرې شوې څو هغوی ته قناعت ورکړل شي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.
د ده په خبره، همدې ستونزې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو د ډېرو خطر زیات کړی دی.
دی وايي، روان کال د سوېلي زون په کچه د پولیو ۶ پېښې ثبت شوې چې پنځه په کندهار ښار، درې په شاولیکوټ، یوه په خاکرېز او یوه بله هم په سپین بولدک او یوه هم د هلمند په نادعلي ولسواليو کې دي.
د نوموړي په وینا، په کندهار کې د پولیو د مثبتو پېښو تر څنګ په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دې ناروغۍ خطر ډېروي.
نوموړي له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو د پولیو واکسین تر هر ماشوم پورې ورسول شي او ژوند یې له خطره وژغورل شي.
نصرت وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ د دې لامل شوی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.
هغه د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بې ځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.
دغه راز هغه یادونه وکړه چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.
هغه د ولایت په کچه د روغتیايي مرکزونو کمښت هم یوه ستونزه ګڼي او وايي په دې برخه کې باید په جدیت کار وشي.
په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پیښې ثبت شوې وې چې ۷ یې یوازې په کندهار کې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي