برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د وژل شوي نوماند پلویانو لاریون کړی

آریانانیوز: بهرنیو او کورنیو عسکرو د کابل د شکردرې ولسوالۍ کاریزک سیمه کې د ولسي جرګې نوماند وژلی او د هغه د کورنۍ غړي يې بېولي دي.



د حاجي جلال الدین صالحي کلیوالو او خپلوانو په کابل کې نړیوال هوايي ډګر ته غځېدلی څلوېښت متره سړک بند کړی او د حکومت ضد شعارونه ورکوي.
دغه کسان چې د وژل شوي نوماند لپاره عدالت غواړي، د حکومت او بهرنیانو پر ضد شعارونه ورکوي.
دوی له ځانونو سره لیکلي شعارونه او د حاجي جلال الدین صالحې د په وینو لړلي جسد تصویرونه لېږدوي.
حاجي جلال الدین صالحي د کابل ولایت د پخواني والي ملا تاج محمد مجاهد وراره او زوم وو، او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره خپلواک کاندید و، چې تېره غرمه د بهرنیانو او کورنیو عسکرو تر چاپې لاندې راغی.
د نوموړي د کورنۍ یوه غړي محمد حفیظ پژواک خبري اژانس ته ویلي چې غرمه مهال امنیتي ځواکونو چې بهرنیان هم ورسره وه، د حاجي جلال پر کور چاپه ووهله، نوموړی یې په مخامخ ډزو وواژه او د کورنۍ څو تنه غړي يې له ځانه سره نامعلوم لوري ته بوتلل.
تر اوسه داخلي او بهرنيو پوځي چارواکو د دې چاپې او وژنو په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي