برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د وژل شوي امريکايي هويت په ډاګه شو

آریانانیوز: د هغه امريکايي چارواکي هويت په ډاګه شو چې تيره ورځ د يو افغان نفوذي عسکر له لوري د کابل په يو تعليمي مرکز کې ووژل شو.


دغه امريکايي چې برينټ ټايلر نوميږي تر دې وړاندې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت عسکر ښودل شوی و، خو اوس په ډاګه شوه چې هغه عام عسکر نه مګر د امريکا د يوټا ايالت د شمالي اوګدون پخوانی ښاروال او اوس د افغان کمانډو روزونکی او سلاکار و.
امريکايي رسنيو ويلي دي چې نوموړي ۳۹ کاله عمر درلود چې د امريکا له ملي ګارد سره د مرستې له پاره افغانستان ته ليږل شوی و.
د نوموړي وژنه د امريکايي لوړ پوړو چارواکو له لوري هم تائيد شوې ده او د هغه د وژنې په اړه يې ژوره خواشينې ښودلې ده.
برينټ ټايلر د روان کال په جنورۍ کې د يوټا ايالت له عسکرو سره يو ځای افغانستان ته رالېږل شوی او هغه مهال ويل شوي وو چې نوموړی به د افغان کمانډويانو د سلاکار او روزونکي په توګه کار وکړي.
په دې امريکايي مقام له بريد وروسته افغان عسکر د خپلو افغاني ملګرو له لوري وژل شوی دی.
طالبانو د افغان عسکرو دا اقدام د تير په څېر ستايلی او په نورو افغان عسکرو يې هم غږ کړی دی چې د خپلو ټوپکو شپېلۍ دې په بهرنيو ځواکونو ورواړوي.
بايد وويل شي چې په دې دوه اوونيو کې دا دريم ځل دی چې په داخلي او خارجي لوړ پوړو چارواکو د افغان عسکرو له منځه نفوذي عسکر بريدونه کوي.
تر دې وړاندې په کندهار ولايت کې د يو نفوذي عسکر په ډزو کې د کندهار د امنيه قومندان رازق او ملي امنيت د رئيس په ګډون ګڼ لوړ پوړي چارواکي ووژل شول او څو تنه بهرني چارواکي ټپيان شول.
له هغې وروسته په هرات ولايت کې افغان عسکر په بهرنیو عسکرو حمله وکړه چې څو تنو بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي