برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۳۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۵ تنو داعشیانو په ګډون ۳۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي .

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کندهار، کنړ، غزني، ارزګان ، فراه ، بادغیس، فاریاب ، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د کندز ولایت د خان آباد ، امام صاحب او آقتاش په ولسوالیو کې ۱۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، د یو تن پاکستانی ترهګر په ګډون ۷ تنه ټپیان ، ۲ پټنځایونه او یو موټر له منځه وړل شوی ، د غزني ولایت د واغظ ګیلان او اندړو په ولسوالیو کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۲ تنه ټپیان او ۳ موټر سایکلونه لاسته راغلي او د بادغیس ولایت د قادس په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۱ تنه ټپیان ، ۵ موټر سایکلونه او د دښمن یوه قرارګاه له منځه وړل شوې ده .

همدا راز په یادو عملیاتو کې دننګرهار ولایت د هسکه مینې په ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۳ تنه پاکستانۍ ترهګر وژل شوي ، د کڼړ ولایت د چپه درې په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۶ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۰پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۱۴هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي