برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هلمند خېمې ګډونوال د سولې غوښتو په موخه کابل ته ځي

د هلمند د سولې خېمې ګډونوال د جګړې له ښکېلو غاړو نا هيلي شوي او سولې ته د رسېدو په موخه له هلمنده کابل ته پلي روان شول.


شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په هلمند کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې په سهار یې بيا په یاده سيمه کې د يو شمېر کسانو له لوري د سولې خېمه ودرول شوه.
د دې خېمې ګډونوالو له حکومت او طالبانو د جګړې درېدو او د سولې کولو غوښتنه وکړه.
د هلمند د سولې له خېمې په الهام اخيستو سره د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د سولې غوښتنې په موخه يوه او دوه خېمې ودرول شوې خو ځينو له ښکيلو غاړو څخه د مثبت ځواب نه ترلاسه کولو له امله خپلې خېمې بېرته ټولې کړې.
خو پرون (د غويي ٢٣مه) د هلمند د سولې خېمې ګډونوالو سولې ته د رسېدو په موخه پلى کابل ته حرکت پيل کړ.
د دې کسانو له ډلې څخه محمد خيبر اقبال پژواک ته وويل چې دوى د ولس لپاره سوله او د جګړې درېدل غواړي.
هغه وايي: ((سره له دې چې ښکيلو غاړو زموږ غږ وانه ورېده موږ ته نورې ستونزې جوړې شوې، ټيلېفوني شبکې راباندې بندې شوې نور مشکلات هم راته جوړ شول خو موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.))
د اقبال په وينا، څه موده وړاندې يې له ښکيلو غاړو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې په خاطر جګړه بنده او د مذاکراتو وخت وټاکي خو يو لوري هم مثبت ځواب نه دى ورکړى.
هغه وايي: (( ددې لپاره چې زموږ حرکت قوي شي او په ښکيلو غاړو فشار راوړ نو موږ د کابل په لور نن پلى حرکت پيل کړ.))
د دغو کسانو له ډلې يو بل کس قيس هاشمي پژواک ته وويل چې خپله او د کورنې په خوښه يې د سولې له دې حرکت سره يو ځاى شوى دى.
هغه وايي: ((زه هېچا دغه حرکت ته نه يم مجبور کړى، ما خپله کورنۍ راضي کړې چې زه د سولې لپاره قرباني ورکوم، هغوى هم راسره منلې ده.))
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د سولې له دغه حرکت سره يو ځاى شي ترڅو د ټولو دغه ارمان پوره شي.
همدارنګه يو بل تن پاچا خان مولاداد پژواک ته وويل چې يواځې خلک کولاى شي سوله راولي.
هغه وايي: ((نه ښکېلي غاړې سوله راوستلی شي او نه هم امريکا او ګاونډي هېوادونه دا کار بايد خپله خلک وکړي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې دوى لومړى پلى کندهار او بيا کابل ته حرکت کوي څو په هېواد کې سوله راشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي