برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ننګرهار په محبس کی د کورونا وایرس ۶ مثبتې پیښې

آریانانیوز: د یورپوټ له مخی د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایی دجلال اباد دمرکزی روغتون د لېبارټرۍ د معلوماتو له مخې د جلال اباد په مرکزی زندان کښي دکورونا وایرس شپږ مثبتی پیښۍ ثبت او دولس تنه نور شکمن زندانیان په نښه شول.
میانخیل وویل د مثبتو او شکمنو پیښو لرونکي زندانیان له نورو زندانیانو بيل په جوړ شوي قرنطینه مرکز کی ساتل کیږی او همدارنګه د زندانیانو بلاکونه په ضد عفوني درملو لړل شوي دي. هغه وویل د بندیانود خلاصون په موخه د ولسمشر د فرمانونو د تطبیق کمیشن ته دنده سپارل شوې جې خپلی جارې ګړندۍ کړي او هغه بندیان چې له دغو فرمانونو سره برابر وي زر تر زره خوشي کړي.
د جلال اباد د مرکزی زندان د مسولینو د معلوماتو له مخې دا مهال د ننکرهار په مرکزی زندان کښې چې د یو زرو پنځه سوه بندیانو د ساتلو وړتیا لري نزدې درې زره بندیان موجود وو چې په تیره یوه میاشت کښې د اتیا تنو طالب زندانیانو په ګډون نزدې نهه سوه بندیان آزاد شول.په ننګرهار کښی دا مهال د کورونا وایرسو ۱۶۲ مثبتی پیښی موجودې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي