برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د موی مبارک مسجد خطیب وژل شوی

کندهار ښار کې د موی مبارک د مسجد خطیب او ملا امام وژل شوی دی.


ملا عبدالحق اخندزاده نن په یوه وسله وال برید کې وژل شوی، چې بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.
د کندهار امنیتي مسؤلینو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، د بریدګرو د موندلو په موخه يې هڅې روانې دي.
کندهار یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي، چې هدفي وژنې پکې ډېرې شوې دي.
تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم پرلپسې څو ملا امامان په نښه شول، چې مسؤلیت يې چا پر غاړه نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي