برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ملي اردو یوې تعلیمي چورلکې سقوط

آریانانیوز: دیوراپورله مخی امنیتي چارواکي وايي، د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې تعلیمي چورلکې سقوط کړی دی
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې یوولس بجې د دوشي ولسوالۍ په «اسکار» دره کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پامیر قول اردو اړوند یوې تعلیمي الوتکې د الوت پروخت سقوط وکړ
د بغلان د والي ویاند محمدنذیر نجم ددې پېښې د تایید ترڅنګ رسنیو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې الوتکه نسکوره شوې؛ خو پیلوټ یې ځان د پراشوټ په وسیله ژغورلی دی
د الوتکې د نسکورېدو علت تراوسه څرګند نه دی او نه هم ددفاع وزارت چارواکو تراوسه په دې اړه سپیناوی کړی دی.

شریک یي کړئ!