برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي اردو ځواکونو چانیز عملیات په بریا سره پر مخ روان دي

آریانانیوز: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز ،۸۵ځانګړي کوماندویي دندې او ۶ ضربې یې د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۹۴پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په پایله کې، ۸۶ تنه  وسله وال ترهګر وژل  شوي، ۳۲ تنه ټپیان او ۳تنه نور نیول شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ ننګرهار، کنړ، غزني، پکتیا، لوګر، ارزګان، هرات ، فاریاب، کندز، تخار،نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې دپکتیا ولایت د لژه منګل او مرکز ګردیز ښار د اطلاق بیک په سیمه کې ۲۵ تنه  وسله وال ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان ، یو شکمن کس له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی، د هلمند ولایت د ګرمسیر، نادعلي او ګرشک په ولسوالیو کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان، او 2 تنه پاکستانۍ میرمنې نیول شوي، د ارزګان ولایت مرګز اړوند شینغولې په سیمه کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان او ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي، د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه تپيان او د لوګر ولایت د ارزې په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو میل دهشکه له مڼځه وړل شوې ده.

همدا راز د ننګرهار ولایت د بتي کوټ په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د قودال زیرکوه په سیمه کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان منصور وژل شوی او یو میل دوربین لرونکي وسله له منځه وړل شوې، د تخار ولایت د بهارک په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه تپيان، او د نیمروز ولایت د دلارام په ولسوالۍ کې  ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.    .

ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي