برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت ښيوې ولسوالۍ کې د ملي ارو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې ده.


د راپورونو له مخې په دغه نښته کې يو دوکاندار او دوه پوليس وژل شوي او بل ټپي دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته نن سهار شاوخوا لس بجې د دغې ولسوالۍ په عمومي بازار کې رامنځته شوې ده.
دی وايي، په دغه نښته کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې، خو په تړاو يې نور معلومات ورنه کړل.
بلخوا يوې باوري دولتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دغه وسله واله نښته کې دوه سيمه ييز پوليس او يو دوکاندار وژل شوي دي.
سرچينه وايي، دغه نښته کې يو پوليس ټپي شوی هم دی.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد خان پژواک ته وويل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او جزييات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، د نښتې پرمهال له يوه ساعته د زيات وخت لپاره د جلال اباد- کونړ لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array