برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د محصلينو لېوالتيا د کابل په دزیاترو پوهنتونونو کې له درس سره کمه شوې ده

دیودراپورله مخی موندنې ښيي چې د کابل پوهنتونونو کې له هرو پنځو محصلينو درې یې عمدتاً د ځينو لاملونو لکه د تدريس ميتود او د کار موندنې په اړه د ناهيلۍ په سبب د تحصيلي دورې پر مهال له زده کړو سره لېوالتيا نه لري.


له هرو لسو کسانو څخه چې په تحصيلي دوره کې يې له درسونو سره لېوالتيا کمه شوې، شپږو تنو يې د تدريس د روش نيمګړتيا، درېيو تنو راتلونکي کې له کاري فرصتونو د ناهيلۍ او پاتې نورو بيا نور لاملونه له درسونو د خپل زړه مات والي لاملونه بللي دي.

د دغو موندنو پر بنسټ، د هغو محصلينو شمېر چې له پوهنتون سره يې لېوالتيا کمېږي، په دولتي پوهنتونونو کې د خصوصي هغو په پرتله درې سلنه زيات دي، په همدې ډول د هلکانو تر منځ بيا دغه موضوع د ښځو په پرتله دوه سلنه زياته ده.
د يادو موندنو پر بنسټ، په دولتي پوهنتونونو کې تر ډېره د تدريس مروج ميتود او په خصوصي پوهنتونونو کې بيا د کار موندنې په اړه ناهيلي د محصلينو د زړه مات والي سبب شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي