برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قیصاري نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی

واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې د جنبش او حکومت تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ویلي دي، د دوستم د اربکي قومندان نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی.


نظام الدین قیصاري په فارياب کې د دوستم لوی استازی، د قیصار امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، چې څو ورځې وړاندې له کابله ورغلي پلاوي سره له لفظي شخړې وروسته ونیول شو او کابل ته راوړل شو.
د نوموړي په ملاتړ کې نه یوازې جنبشیانو بلکې د جمعیت اسلامي پلویانو هم لاریونونه کړي او نن هم په فاریاب او جوزجان کې لاریونونه روان دي.
واشنګټن پوسټ لیکي، حکومت ته د قیصاري نیول یو داسې سرخوږی دی چې که يې پرېږدې هم، د تاوتریخوالي د پراختیا اندېښنه شته او که يې نه خوشي کوي هم؛ پر وړاندې يې غبرګونونه لا پراخېږي.
د ورځپاڼې په باور دې پېښې وښوده، چې لا هم داسې ډلې شته چې د مرکزي حکومت پر وړاندې درېدلی شي.
د قیصاري له نیول کېدو وروسته دوستم او د دوستم، محقق او عطامحمد نور د ګډ ایتلاف له دفترونو اعلاميې خپرې شوې او حکومت يې وګواښه، که د دوی ټوپکوال ور خوشي نه کړي، شمال کې به ټاکنې له خنډ سره مخ کړي.
په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي فتح الله قیصاري پرون وویل، چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې په ظلم، وحشت، قتل او لوټ مشهور و، هغه د حکومت دا اقدام ستایلی او غږ يې پرې کړی چې د هغه دوسیه دقیقه وڅېړل شي.
د ملي دفاع وزارت پرون وویل، چې د هغه په اړه به محاکم خپله پرېکړه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي