برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

روغ یم او ناقانونه حکومت پر وړاندې به وجنګیږم

آریانانیوز: نظام الدین قیصاري او امنیتي ځواکونو ترمنځ له اتلس ساعته جګړې وروسته، چې په کې د خلکو کورونو ته زیان اوښتی او یو شمېر یې بشپړ سوځیدلي؛ امنیتي چارواکو ویلي، چې نوموړی جوزجان ته تښتیدلی دی.
په بلخ کې د ملي امنیت مرستیال سیدشاه هم منلې، چې قیصاري د جګړې پر مهال تښتیدلی دی او وایي، چې هغه کسان به هم مجازات شي، چې د قیصاري په تېښته کې یې رول لوبولی وي.
د بلخ امنیه قومندان ویلي، قیصاری ترعدلي څار لاندې دی او که یې موقعیت ثابت شي وبه نیول شي.
د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز ويلي، چې دوی د کورنیو چارو وزارت د امنیتی مرستیال په لارښوونه او د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست له همکارۍ سره سم د قیصاري د نیولو په موخه د هغه پر کور برید کړی؛ خو قیصاري ترې تېتیدلی دی.
په دغه نښته کې، چې دوه شپې او ورځې یې دوام وکړ؛ خو بل خوا قیصاري ته نژدې سرچینې خبر ورکوي چې قیصاري خپلو ملګرو ته امر کړي، چې د ناقانونه حکومت پر وړاندې وجنګیږي تر هغو چې یو قانوني حکومت راشي. دا په داسی حال کې ده چې قیصاري ۴۵ افرادو ځانونه امنیتي ځواکونو ته سپارلي او اووه نور یې وژل شوي.
همدا راز په دې جګړه کې دوه سرتیري هم ټپيان دي او پېنځه پوځي موتر سوځیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مزارشریف ښار د پېنځمې ناحیې د یو شمېر اوسیدونکيو کورونه له نظام الدین قیصاري سره د امنیتي ځواکونو په نښته کې سوځیدلي، غلا شوي او یا زیانمن شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي