برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی مصطفی ځاځی له مالیزیایي لوبډلې سره یوځای شو

آریانانیوز: د اهیواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی مصطفی ځاځی به د راتلونکي ۱ کال لپاره له مالیزیایي فوټبال کلپ کلنټن سره سیالي وکړي.



مصطفی ځاځی ۲۵ کلن دی او د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ، تراوسه د ټایلنډ په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې د فرا یونایټېډ فوټبال کلپ لپاره لوبېږي.
د مالیزیا فوټبال لومړۍ لیکه سیالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوې چې هر کال په‌کې د دغه هېواد د فوټبال ۱۲ مخکښ کلپونه سیالۍ وکړي.
د مالیزیا فوټبال لومړۍ لیکه سیالۍ هرکال په فېبروري میاشت کې پیلېږي او په اکټوبر میاشت کې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته رسېږي.
د یادونې ده چې مصطفی ځاځی د برید لیکې لوبغاړی دی او تراوسه یې د نورو کلپونو ترڅنګ، ۱۷ نړېوالې سیالۍ د افغانستان لپاره کړي او ۲ ګولونه یې هم په خپل نوم ثبت کړي دي.

شریک یي کړئ!