برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږېدل

آریانانیوز: د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږېدل که له یوه اړخه د ماشوم پر روغتیا منفي اغیز کوي خو له بل اړخه د مور ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.


په تېره نیږدې کې د عملیاتو له لارې د ماشوم په زیږېدلو کې دوه چنده زیاتوالی راغلی چې اوسمهال ۳۰ سلنه ماشومان د عملیاتو له لارې زیږول کیږي، د روغتیا نړیوالې ادارې روغتونونو او نورو ادارو ته د خبرداري پر بنیاد ویلي چې د عملیاتو پرځای دې د نورمال حالت زیږیدو ته پاملرنه وشي.
د نورمال حالت له لاندې د ماشوم زیږېدل یو طبیعي کار دی، خو د امیندوارۍ پرمهال د میرمنې روغتیایي حالت ته په کتلو چې یو شمېر لاملونه لري، هغې ته د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږولو لارښونه کوي، خو دغه کچه اوس تر دې اندازې ډیره شوې چې په عام حالتو کې هم د عملیاتو له لارې ماشوم زیږول کیږي.
د یادې ادارې د وینا سر سم چې په نورمال حالت کې د بچي زیږېدل، د ماشوم مور له سخت درد او زیات وخت نېولو سره مخ کوي، چې له کبله یې خلک د عملیاتو لاره غوره کوي، خو له دغې لارې د ماشوم زیږول، د ماشوم او مور روغتیایي حالت سخت له ګواښ سره مخ کوي او ترڅنګ یې لګښتونه هم زیات وي.
د روغتیا کارپوه پروفیسر مارلین تیمیرمین په خپله څیړنیزه مقاله کې لیکلي چې د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږېدلو کار په (C) برخه کې د مور ژوند له ګواښ سره مخ کوي، دا زیاتوي چې ۷۰ سلنه ددې احتمال شته چې د عملیاتو په جریان کې ښځه له سختو پیچلتیاو سره مخ شي او ۶۰ سلنه احتمال شته چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي