برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سولې پروسې لپاره د فرانسې ملاتړ؛ مکرون: طالبان باید د خپلو کړو ژمنو سره سم ژوند وکړي

آریانانیوز: د فرانسې ولسمشر د سولې له پروسې څخه د خپل هیواد د ملاتړ په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي او اوس طالبان باید د اوربند په اعلان سره خپل مسؤلیتونه پوره کړي...


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون د ټیلفون له لارې خبرې وکړې.

د ماڼۍ په وینا ، پدې تلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د همکاریو پر پراختیا ، د سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو پر دوام خبرې وکړې.

د فرانسې ولسمشر خپل هیواد له افغانستان سره د خپل دوامداره ملاتړ ، په ځانګړي ډول د سولې او پرمختګ په برخه کې ډاډ ورکړ او په کابل کې یې د ماشومانو او زېږنتون د روغتون فعالیتونه ، د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت هڅې او د لرغون پیژندنې په برخه کې د فرانسې همکارۍ یاد کړل.

د فرانسې ولسمشر هم د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي او طالبان باید اوس د اوربند په اعلان سره خپلې ژمنې پوره کړي.

په دې تلیفوني خبرو کې ، دواړو لورو د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه او د طالبانو لخوا نیول شوي د افغان حکومت بندیانو هم خبرې وکړې.

شریک یي کړئ!