برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۸۳ زره ډېر افغانان د جګړو له امله کډه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي په افغانستان کې د جګړې له امله په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۸۳ زره ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.


د دې ادارې د راپور په حواله د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۸۳ زره او ۳۴۵ تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د سرچينې په قول د فاریاب په ځینو ولسوالیو کې جګړې نهه زره تنه او کندوز په په قلعه زال کې اوه زره تنه خپلو کورو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د دې راپور پر بنسټ په بې ځایه شویو کسانو کې ځينو خپلې سیمې موقتي پرېيښې خو ګڼ دایمي ترې وتلي دي.
د هېواد په شمال کې د سختو جګړو له امله ګڼو کسانو خپل کورونه پرېيښي دي، دوه اوونۍ وړاندې د بلخ په چهاربلوک کې هم د حکومت له لوري د ولید۵ په نامه عملیاتو له پیل سره سم سلګونو تنو خپلې سیمې پرېښودې.
له دې جګړه نه چې د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور يې هم برخه وال و، کډه شویو کسانو ازادي راډیو ته ویلي و، چې امنیتي ځواکونو يې کورونه په نښه کول او پر ملکي وګړو يې ډزې کولې، ځکه دوی خپلې سیمې ور پرېښودې.
دا په داسې حال کې دی چې د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش تازه ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي ګټوره ثابته شوې ده.
هغه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د وروستیو راپورونو پر بنسټ طالبانو په بدخشان کې کوهستان او نن په بغلان کې تاله برفک ولسوالۍ ونیولې، پر دې سربېره په اقتصادي برخه کې د هېواد ۴۵،۵ سلنه وګړي د فقر تر کچې هم لاندې ژوند کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array