برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ديني عالم د وژنې په غبرګون لاريون شوی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی نن سهار د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو ديني عالم په ډزو وژلی دی.



د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د بهسودو بلند غر سيمه کې د قاري فيض محمد په نامه د جومات يو تن ملا امام د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
نوموړی د سهار لمانځه له پاره له کور نه جومات ته په لاره و چې نامعلومو موټر سايکل سپرو پرې ډزې وکړې او ووژل شو.
له پيښې وروسته د سيمې خلکو د بهسود ولسوالۍ بلند غر بازار ته راووتل او د کونړ- جلال اباد لويه لاره يې د ترافيکو په مخ وتړله.
لاريون کوونکو ګواښ کړی چې که حکومت د پيښې عاملین ونه نيسي دوی به خپل اعتراضونه د جلال اباد ښار او کابل پورې وغځوي.
بل لور ته د ننګرهار ولايت په انګور باغ سيمه کې هم د نامعلومو وسله والو په ډزو کې يو تن سپين ږيری وژل شوی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې په هدفي وژنو کې ګڼ شمير ديني عالمان او نور خلک په نښه کيږي خو ولايتي اداره د حالاتو په کنټرول کې پاتې راغلې.
تر اوسه د دواړو وژل شويو کسانو د وژنې مسؤليت چاپه غاړه نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي