برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د خوړو نړیوال سازمان: موږ په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو خلکو سره مرسته کړې ده

آریانانیوز: د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.


د خوړو نړیوال سازمان وايي، سږ کال یې توانېدلی چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسوي.

د خوړو نړيوال سازمان په خپله ټويټر پاڼه کې ويلي، چې دغه بشري مرستې د مرستندويه هېوادونو لکه امريکا، بريتانيا، برازيل او جاپان په همکارۍ په ټول افغانستان کې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

د دغه سازمان د رپوټونو له مخې، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

باید وویل شي چې د افغانستان خلک اشغالګر او په سر کې یې امریکا د افغانستان د فقر او ناورین لامل ګڼي.

امریکا د افغانستان له شل کلن اشغال وروسته د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو زیاتې شتمنۍ بندې کړې دي.

شریک یي کړئ!