برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حیرتان بندر تړل کېدو سره

آریانانیوز: په بلخ کې د سوداګرۍ او صنايعو رياست چارواکي وايي چې په جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو له خوا د حيرتان بندر په تړل کېدو سره په مزارشريف کې د نفتي توکو بيې لس سلنه لوړې شوې دي.


د دوی په وينا، د لارې تړل کېدو له امله لسګونه بار موټر درول شوي چې له امله یې هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوړي.
په مزارشريف کې د نفتي توکو پلورونکي هم شکايت کوي چې په ذخيرو کې يې تېل او ګاز مخ پر خلاصېدو دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو د نفتي توکو بيې به نورې هم لوړې شي.
له تېرو درېیو ورځو راهيسې په بلخ کې د جنبش په ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو د حيرتان- مزارشريف او حيرتان- کابل لار د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړلې ده.
له دې مخکې په فارياب کې د آقينې سوداګريز بندر لار هم د يادو لاريون کوونکو له خوا له تېرو ۱۸ ورځو راهيسې تړل شوې ده چې له امله يې د نفتي توکو په بيو کې لوړوالی راغلی دی.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست اجرائيوي مدير نصيراحمد قاسمي د چنګاښ په ۳۰مه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د حيرتان بندر په تړل کېدو سره په مزارشريف کې د نفتي توکو بیه ۱۰ سلنه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې لارې تړل کېدو د نفتي توکو تر څنګ د نورو سوداګريزو توکو پر بیو هم منفي اغېزه کړې چې په وينا يې ټول زيان يې سوداګرو او عامو خلکو ته رسېږي.
قاسمي په خپلو خبرو کې وويل: ((په ټوله کې د افغانستان ډېری اړتيا وړ نفتي مواد د حيرتان او اقينې له بندرونو هېواد ته واردېږي او د يادو بندرونو په تړل کېدو سوداګرو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي او ورسره د موادو په بيو کې هم زياتوالی راغلی چې ډېر تاوان يې عامو خلکو ته رسېږي.))
نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د حيرتان بندر تړل کېدو له امله هره ورځ افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان رسېږي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايع رياست اجرائيه مدير وايي که دغه بندرونه ژر تر ژره خلاص نه شي نو افغان سوداګر به له سختو اقتصادي زيانونو سره مخ شي.
هغه زياته کړه: ((دمګړی له سوداګريزو توکو بار موټر ولاړ پاتې دي، که حالت همداسې دوام وکړي له يوې خوا به مشتريان د هېواد نورو بنادرو ته مخه کړي او له بلې خوا به اخيستل شوي توکي يا خراب شي او يا به هم بېرته پر سوداګرو تاوان شي.))
نوموړي له لاريون کوونکو غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې دې له حکومت سره خپلې ستونزې حل کړي.
په مزارشريف کې د نفتي توکو پلورونکي هم وايي چې د حيرتان بندر په تړل کېدو سره د نفتي توکو په بيو کې زياتوالی راغلی دی.
د تېلو پلورونکي عبدالقدير وويل چې په تېرو څو ورځو کې د تېلو او ګازو هر لېتر کې لس افغانۍ زياتوالی راغلی دی.
هغه زياته کړه چې د شرکت په نفتي موادو بار موټر يې له تېرو درېیو ورځو راهيسې په حيرتان بندر کې ولاړ دي او د لارې د بندښت له امله مزارشريف ته د ورتګ اجازه نه لري.
نوموړي وويل: ((تېره اوونۍ د يو لېتر پټرولو بيه ۴۵ افغانۍ او د يو لېتر اوبلن ګازو بيه ۲۰ افغانۍ وه؛ خو نن د يو لېتر پطرولو بيه ۵۵ افغانۍ او د يو لېتر اوبلن ګاز بيه ۳۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.))
هغه زياتوي چې په ذخايرو کې يې هم تېل او ګاز په خلاصېدو دي او له حکومته غواړي چې ياد بندر د سوداګرو پر مخ بېرته پرانيزي.
په مزارشريف ښار کې ټکسي چلوونکي هم د نفتي موادو پر لوړېدو اندېښمن دي او زياتوي چې ځيني وخت په خپلو موټرو کې د مصرف شوو تېلو پيسې هم نه شي ګټلی.
د مزارشریف ښار يوه ټکسي چلوونکي عبدالعزيز پژواک ته وويل چې په دې ورځو کي يې کاروبار خراب شوی دی.
هغه زياته کړه چې د تېلو او ګازو بيې لوړې شوې، له همدې امله ډېری وخت د خپلو مصرف شوو تېلو پيسې هم نه شي ترلاسه کولی.
نوموړي پر دولتي مسوولينو نيوکه وکړه چې د حيرتان بندر د خلاصېدو په برخه کې بې تفاوتي کوي.
له دې سره هم مهاله په جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کوونکي وايي، څو يې غوښتنې ونه منل شي، حيرتان بندر به خلاص نه کړي.
په مزارشريف کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول سيد شمس الدين سادات له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د حيرتان سوداګريز بندر لاره ځکه د سوداګريزو توکو پر مخ تړلې چې حکومت يې غږ نه دی اورېدلی.
هغه زياته کړه چې هېواد ته د جنرال دوستم راتګ او د نظام الدين قيصاري خوشې کېدل يې مهمې غوښتنې دي چې حکومت يې بايد ومني.
نوموړی زياتوي، که يادې غوښتنې يې ونه منل شي؛ حيرتان بندر به همداسې تړلی پاتې وي.
د جنبش ګوند دغه ولايتي مسوول ګواښ کوي، که بيا يې هم حکومت غږ وانع ورېد، له ازبکستان څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا لينونه به هم په مزارشريف کې پرې کړي.
خو د بلخ ولايتي اداره وايي چې له معترضينو سره يې مذاکرات پیل کړي او تمه لري چې ډېر ژر به حيرتان بندر د سوداګریزو توکو پر مخ پرانيستل شي.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې له پنجشنبې ورځې راهيسې يې له لاريون کوونکو سره مذاکرات پيل کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه مذاکرات اوس هم روان دي او يوې پايلې ته نږدې شوي دي.
فرهاد هيله مندي وښوده چې د شنبې ورځې تر ماښامه به له لاريون کوونکو سره خبرې يوې پايلې ته ورسېږي او ياد بندر به بېرته پرانيستل شي.

بل لور ته داسې هم ويل کېږي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم هم هېواد ته راستون شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي