آریانانیوز: د کابل لمن یوې خټینې غونډۍ په یوه کور کې مې د حکومت له یوې پخوانۍ کارکوونکې سره وکتل. هغې غوښتل چې هویت یې پټ وساتل ځکه چې له تریخجنو غبرګونونو وېره لري، خو دا غواړي چې نړۍ یې په کیسه خبره شي.
دا وايي، پخواني مشر یې – جګپوړي حکومتي وزیر- څو ځله هغه ځورولې ده، یوه ورځ چې هغې غوښتل خپل دفتر ته ولاړه شي، یاد وزیر یې په فزیکي ډول د ځورولو هڅه وکړه:
“هغه مستقیماً د جنسي اړیکې غوښتنه رانه وکړه. ما ورته وویل ما زدکړې کړې او تجربه لرم. ما هېڅکله فکر نه کاوه چې ته دې داسې شیان ووایې. پاڅېدم چې ووځم، خو هغه مې لاسونه ورکش کړل او د خپل دفتر شاته یوې خونۍ ته یې کش کړم او راته ویې ویل: دا کار یوازې څو دقیقې وخت نیسي، اندېښنه مه کوه، له ما سره راځه.”
“ما یې په سینه لاسونه کېښودل او تېل مې واهه ورته ومې ویل، نور بس دی. مه مې اړباسه چې چیغې ووهم. دا وروستی ځل و چې ما دی ولید. زه ډېره په غوسه شوې او خپه وم.”
ایا هغې ددې پېښې خپل شکایت ثبت کړی؟
هغې راته وویل: “نه، ما له خپلې دندې استعفا وکړه. زه پر حکومت باور نه لرم. که محکمې یا پولیسو ته ورشئ، نو د دوی فساد به ووینئ. تاسو د شکایت ثبتولو لپاره هېڅ خوندي ځای نه شئ موندلی. که خپل غږ پورته کړئ، هر څوک به ښځې ملامتوي.”
دغې مخکېنۍ حکومتي کارکوونکې وايي، دوو نورو ښځو ورته ویلي چې همدغه وزیر پر دوی هم جنسي تېری کړی. دا ادعا بي بي سي په خپلواکه توګه نه دا ثابته کړې.
دا وايي: “دی په بې شرمه توګه له هېڅ کومې وېرې پرته دا کار کوي، ځکه چې دی په حکومت کې یو بانفوذه سړی دی.”
افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره د ناوړه هېوادونو د لیست په سر کې دی.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ کال په یوه رپوټ کې ویلي، د جنسي ځورونې او جرمونو قرباني شوې ښځې ډېرې تر فشار لاندې وي او د خپل شکایت له ثبتولو شاته کېږي.
اوس د کلتور یوه برخه’
د یوه دفتر په یوه کوچني باغ کې مې یوه بله ښځه ولیده چې غوښتل یې خپله کیسه راسره شریکه کړي. هغې په حکومت کې یې دندې ته غوښتنلیک وړاندې کړی و، ټول کار یې شوی و خو یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني له یوه نژدې سلاکار سره یې د لیدو غوښتنه کړې وه.
دا وايي: “”دغه سړی له ولسمشر سره په انځورونو کې ښکاري. هغه رانه غوښتل چې شخصي دفتر ته یې ورشم. ده وویل، راځه او کښېنه، ستا اسناد به تایید کړم. هغه ما ته رانژدې شو او بیا یې راته وویل راځه یوڅه وڅښو او سکس وکړو.”
“ما دوه غوراوي لرل: د هغه غوښتنه ومنم یا ووځم. که مې منلې وای، نو ده به بسنه نه وای کړې او نورو خلکو به هم جنسي تېری راباندې کړی وای. رښتیا بوږدوونکې وه. زه ووېرېږم او ووتم.”
هغې له ما سره په اوښلو سترګو خبرې کولې.
دا وايي: “دې کار مې د شپې خوب ورک کړی. سخته یې په غوسه او خپه کړې یم”.
“که قاضي، پولیسو یا څارنوالۍ ته خپل شکایت وکړم، دوی به هم د جنسي اړیکې غوښتنه رانه وکړي. که دوی دا کار وکړي، نو نور څوک شته چې شکایت ورته وشي؟ ښکاري چې دا کار اوس د کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده، ځکه شاوخوا دې هر سړی غواړي جنسي تېری درباندې وکړي”.
په حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونې کیسې تر تېرې مې میاشتې پورې هغه مهال پټې ساتل شوې وې، چې د ولسمشر یوه مخکېني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي په یوه کورني تلوېزیون کې له جنسي ځورونو پرده پورته کړه.
هغه پر جګپوړو چارواکو او سیاستوالو د “فحاشۍ خپرولو” تور ولګاوه.
خو ځینو حکومتي چارواکو د ښاغلي احمدزي دا ادعاوې رد کړې. یوې حکومتي وزیرې نرګس نهان پر ټویټر لیکلي وو “د ملي یووالي حکومت د کابینې د یوې وزیرې په توګه زه په باور سره ویلی شم چې دا ادعاوې بې بنسټه دي”.
خو پخوانۍ پارلماني وکیله او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي، په اوسني حکومت کې یې د سړو پروړاندې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه ډېر شکایتونه ترلاسه کړي.
حکومت د جنسي ځورونو د ادعاوو پلټلو لپاره لویې څارنوالۍ ته د څېړلو امر کړی.
د لویې څارنوالۍ له ویاند جمشید رسولي سره وغږېدم، چې د ولسمشر غني انځور یې شا ته پر دېوال ځوړند و.
ما ترې وپوښتل، ولې خلک په دې باور دي چې څېړنې باید بې پرې؟
“اساسي قانون لوی څارنوال ته دا حق ورکړی چې خپلواک وي. موږ له فعالانو، ملایانو او د بشري حقونو له سازمانونو هم غوښتي چې د څېړنې برخه وګرځي، خلکو ته ډاډ ورکړي چې موږ ګني موږ بې پرې یو.”
خو ما ورته وویل، له ښځو سره مو چې خبرې کوې، وايي دوی پر حکومتي مامورینو پوره باور نه لري چې خپل شکایتونه ورسره شریک کړي.
خو هغه راته وویل “موږ اعلان کړی چې د هر شاکي کس هویت به پټ ساتل کېږي. څوک چې له موږ سره همکاري کوي، موږ د دوی د هغوی د کورنیو د خوندي ساتلو ملاتړي یو”. د بي بي سي یوې څېړنې د افغان حکومت په زړه کې د جنسي ځورونې له پېښو او تورونو پرده پورته کړې ده. افغاه چارواکي ردوي چې ګني دولتي ادارو کې جنسي ځورونې ډېرې دي.