برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یوې بهرنۍ ښځینه سیلاني ځورول

آریانانیوز: د بدخشان ولایت، واخان ولسوالۍ د ولسوال عبدالمعروف خیر خواه له لوري، د یوې ښځینه سیلاني جنسي ځورول کیدل، د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو له لوري خبر ورکړل شوی دی.



د بدخشان ولایت د والي ویاندی نیک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې د بهرنۍ ښځینه سیلاني د جنسي ځورول کیدو تورونه د ګمارل شوي پلاوي له لوري تر څېړنې لاندې دي.
د بدخشان ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالله نظري ویلي چې د معلوماتو له مخې دغه سیلاني مېرمن د استرلیا هېواد اوسیدونکې او دتاجکستان له لاري د بدخشان واخان سیمې ته په سیل راغلې وه چې د دې ولسوالۍ د ولسوال له لوري تر ځورول کیدو وروسته له ناچارۍ بېرته له بدخشانه وتللې ده.
دغې بهرنۍ ښخینه سیلاني په یوه شکایت پاڼه کې ادعا کړې چې یاده پیښه دوه میاشتې مخکې رامنځه شوې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم پرته له ځنډه د دې پیښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي