برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د سرپرست سفير زوى پر يوې نجلۍ جنسي تېرى

آریانانیوز: په کانا‌ډا کې د افغانستان سفارت د شازدافیر او سرپرست سفیر نادر یما زوی پر یوې ماشومې نجلۍ (۱۶ کلنه) د خپل پلار په موټر کې جنسي تېری کړی چې په اړه یې د کاناډا حکومت څېړنې هم پيل کړې دي.


يوې باوري سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نادر يما زوی مهدي ارش يما پر یادې کاناډايۍ ماشومې د روان ميلادي کال د فبرورۍ مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې جنسي تېرى کړى دى.
د سرچينې په وينا، دا چې د مهدي ارش يما عمر له اتلسو کلونو پورته دى او پر يوې ماشومې نجلۍ یې جنسي تېری کړى، نو له دې امله له ښوونځي اخراج شوى دى.
سرچینه وايي چې نادر يما پنځه میاشتې هڅه کړې ده څو دغه قضیه له افغان حکومت او په یاد هېواد کې د افغانستان له سفارت څخه پټه وساتي او د یوه شخصي وکيل له لارې يې پر مخ بوځي.
خو هغه زياته کړه: “کله چې نادر يما خپل زوی د کاناډا د حکومت له پرله پسي غوښتونو سره سره بيا هم د پلټنو لپاره د ډيپلوماتيکي مصوونيت له امله ونه سپاره، دا موضوع د کاناډا حکومت د اعتراض په شکل د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده او افغان حکومت ته يې وخت ورکړی، که د یما زوی په ټاکلي موده کې دوی ته ونه سپاري، نو دوی به د هغه ډيپلوماتيک مصوونيت ختم کړي او یو اړخیز اقدام به وکړي.”
دغه راز په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت يوې باوري سرچينې هم پژواک ته وويل چې د نادر یما د زوی قضیه وزارت ته ور رسېدلې ده.
هغه وايي: “د نادر يما زوى پر يوې ١٦ کلنې نجلۍ د خپل پلار په موټر کې چې ډيپلوماتيک پلېټ هم لري، جنسي تېرى کړى، په دې اړه د کاناډا د حکومت مکتوب د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جولاى مياشتې په ٢٥مه وزارت ته ترلاسه کړی دى.”
د سرچينې په خبره، د بهرنيو چارو وزارت د کانا‌‌ډا د حکومت هغه غوښتنه منلې چې له مخې یې په کانا‌ډا کې د افغان سفارت د شازدافیر او سرپرست نادر یما د کورنۍ د غړي ډیپلوماتیک مصوونیت واخیستل شي او زوی یې د کانا‌‌ډا د پولیسو څېړنو ته حاضر شي.
ده زياته کړه، وزارت غوښتل د دې قضیې د حل لپاره له کابله یو حقوقي کارمند ولېږي، خو نادر یما په خپله د دې قضیې لپاره وکیل نیولی او غواړي د خپل زوی د جرم دغه قضيه مخې ته بوځي.
د وزارت د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، د نادر یما زوی عدالت ته حاضر شوی او قضيه اوس تر څېړنې لاندې ده.
همدارنګه پژواک خبري اژانس د هغه مکتوب کاپي هم ترلاسه کړې چې په دې اړه د کاناډا پوليسو د افغانستان د سفارت له لارې په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت ته استولې ده.
یاد مکتوب په (XDC-9298) ګڼه صادر او د روان ميلادي کال د جون مياشتې په ٢٠مه د کاناډا د پوليسو له لوري استول شوى دى. په مکتوب کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارته غوښتل شوي څو مهدي ارش يما د څېړنو لپاره حاضر کړي.
په مکتوب کې راغلي چې له نوموړي څېړنې په ويډيوي او غږيز بڼه ترسره کېږي څو د محکمې پر مهال ترې ګټه واخيستل شي.
دغه راز د اوتاوا پوليسو د همدې مياشتې په ٢٧مه په کاناډا کې د افغانستان سفارت ته يو بل تعقيبي ايمل هم کړى او ويلي یې دي چې تر اوسه دوى د (XDC-9298) ګڼې مکتوب ځواب نه دې ترلاسه کړى.
په دغه ايمل کې راغلي چې د مهدي ارش يما مدافع وکيل روډني سيلر د اړوندې موضوع په اړه د پوليسو له تحقيقاتي ټيم سره خبرې کړې دي خو پوليسو ټينګار کړى چې خپله مهدي ارش يما بايد له دوى سره خبرې وکړي او په دې برخه کې د سفارت پاملرنه يې غوښتې ده.
د اړوندې موضوع په اړه د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وويل چې دغه مسئله تر اوسه له وزارت سره نه ده شريکه شوې.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “که دغه شان کومه مسئله رامنځته شوې هم وي، جرم فردي عمل دى، دا زموږ په ډيپلومات پورې هېڅ اړه نه لري، زوى يې بايد ځواب ورکړي.”
پژواک وغوښتل چې په دې اړه د ايمېل له لارې د نادر يما او د کاناډا د پوليسو ځوابونه هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې ايمېل ته ځواب نه دى ويلى.
بل لور ته د افغانستان د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق د قانون له مخې، جنسي تېرى د انساني قاچاق له مهمو مواردو څخه شمېرل کېږي.
د دغه قانون د ١١مې مادې په درېيمه فقره کې راغلي، په هغه صورت کې چې مجني عليه تر ناوړه جنسي ګټې اخيستنې لاندې نيول شوى وي، ترسره کوونکى يې د اوږده بند پر اکثر حد محکومېږي.
دغه راز د افغانستان د جزا قانون په ٤٢٩مه ماده کې راغلي، که چېرې کوم شخص پر چا جنسي تېرى وکړي او مجني عليه د ١٨ کلنۍ عمر نه وي پوره کړى، دغه متجاوز کس پر لس کاله بند محکومېږي.
د کاناډا د جزا قانون د ۲۷۱مې مادې له مخې، که چېرې یو څوک پر نابالغې نجلۍ د جنسي تېري مرتکب پېژندل کېږي، له دوو تر څلورو کلونو پورې د بند سزا ورکول کېږي، خو که مجني علیه فزیکي ضربه لیدلې وي، په دغه حالت کې سزا نوره هم سختېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي