برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جنسي ځواک «وياګرا» ګولۍ د افغانستان جګړه کې کارول

آریانانیوز: امريکايي پوځيانو د اوولس کلنې جګړې په پيل کې د جنسي ځواک «وياګرا» د وسلې په توګه کارولي او د طالبانو پر ضد يې د افغانانو د خپلولو او استخباراتي معلوماتو حاصلولو لپاره ځايي خلکو ته ورکړي، تر څو د طالبانو مرکزونه ورته په نښه کړي.



واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې د افغانستان په جګړه کې د يوه پخواني جنګېدونکي عسکر له خولې ليکلي، چې د طالبانو پر ضد يې پراخ معلومات څنګه د «د شنو ګوليو» په مقابل کې ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼه زياتوي، چې د څلورو ښځو خاوند يوه شپېته کلن ځايي قومي مشر ته امريکايي افسر وياګرا ګولۍ په ډالۍ کې ورکړې.
امريکايي افسر دغه افغان ملک ته وويل: «يوه ګولۍ وخوره خوند به درکړي»
دغه امريکايي عسکر ويلي، چې د وياګرا ګوليو دغه ډالۍ وړيا نه وه، يو جاويي اغېز يې و، څلور ورځې وروسته، چې دغه سپين ږيری مشر راغی، نو د ځوانۍ په څېر خوښي يې محسوسه کړې وه او پرته له دې، چې امريکايي افسر ترې څه پوښتنه يا معلومات وغواړي، دغه سپين ږيري د طالبانو په اړه د پټو معلوماتو په بيانولو پيل وکړ، چې کورونه او خوندي مرکزونه يې چېرته دي او څنګه ور رسېدلی شي او د دې معلوماتو په مقابل کې يې د نورو ګوليو غوښتنه وکړه.
دغه پېښه په دې معنا ده، چې امریکايي پوځيانو د معلوماتو راپيدا کولو لپاره نوې طریقه کارولې او د خپل پوځي بريدونو د استخباراتي معلوماتو لپاره يې د مال لګولو او جاسوسانو پيدا کولو پر ځای يې د جنسي ګوليو وېش اسانه طريقه موندلې وه.
واشنګټن پوست زياتوي، چې امريکايي پوځيانو د اوولس کلنې جګړې پر مهال د محلي جاسوسانو د پيدا کولو لپاره د وياګرا ګوليو سربېره نورې غیر تقليدي او نوې لارې چارې هم کارولي دي. د ساري په ډول د مسلکي کارونو اسباب، درمل، جراحي، د لوبو شيان، د ښوونځيو اړوند توکي او حتا بهرنيو هېوادونو د سفر ويزې.
د امریکا د مرکزي استخباراتو سي ای اې پخواني غړي ويلي، چې په افغانستان کې د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ښوونځيو، کلينکونو او يا هم د وياګرا ګوليو کارول ډېر اغېز ناک دي.

شریک یي کړئ!