برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د تقلبي ټاکنو ترسره کیدل فاجعه ده

د حراست او ثبات شورا مرستیال محمد یونس قانوني وايي، که ټاکنې د درغلیو په سیوري کې ترسره شي، فاجعه به رامنځته کړي.


قانوني په کابل کې د څرګندونو پر مهال وویل، داسې هڅې کېږي چې را روانې ټاکنې له خنډ سره مخ کړي او بېخې ترسره نه شي.
د ده په وینا د ټاکنو نه ترسره کېدل، یوه ننګونه ده؛ خو له درغلیو ډکې ټاکنې به هېواد له یوې خطرناکې فاجعې سره مخ کړي.
قانوني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د تجربې بیا تکرار هیچاته د منلو نه دی؛ باید جدي پام ورته وشي.
هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې د سولې په نامه چاته د ولایتونو ورکړه، هم د هېواد د تجزيې فکر وګاڼه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ وویل، چې راتلونکې اوونۍ کې به د رایه ورکوونکو نوم لیکنه پیل شي، چې پوره میاشت وروسته به په ولسوالیو کې هم پیل شي.
د دې سرچينې د اعلان له مخې د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو را روانې ټاکنې به د تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي