برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بندیانو د تبادلې پر یوه میکانیزم هوکړه

آریانانیوز: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لوی سفير شکرالله عاطف مشعل پرون پېښور ښار ته د سفر پر مهال د افغان کډوالو، محصلينو او سوداګرو له استازو سره وليدل.


سرچينې زياته کړې، د دې ليدنې پر مهال استازو په پاکستان کې د افغان کډوالو، محصلينو او سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا سفير ته د کډوالو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول.
عاطف مشعل راغلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو حل يې لومړیتوب دی او په دې برخه کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.
نوموړي زياته کړې چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو د بنديانو د تبادلې پر يوې پرېکړې هم هوکړې ته رسېدلي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دې موضوع هوکړه تېره مياشت کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر مهال شوې وه.
مشعل وايي، په دې اړه يو ميکانيزم هم جوړ شوى چې له مخې يې دواړه هېوادونه به د يو بل بنديان سره تبادله کوي.
د افغانستان سفير ويلي چې د سفارت يو پلاوى به پر پاکستاني زندانونو ګرځي او افغان بنديان به معلوموي.
د هغه په وينا، دغه راز افغان حکومت به پاکستاني پلاوي ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په زندانونو کې د پاکستاني بنديانو په اړه معلومات راټول کړي.
نوموړي له يادې غونډې وروسته له خبريالانو سره د لنډو خبرو پر مهال په تورخم کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر ناروا چلند اندېښنه څرګنده کړه.
د عاطف مشعل په وينا، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره يې د ليدنې پر مهال له هغه سره د تورخم پر ستونزې او افغانانو ته د ويزې پر زياتولو خبرې کړې دي.
د افغانستان سفير د افغان کډوالو د نصاب ستونزې ته په اشارې سره ويلي چې په مورنۍ ژبه زده ‌کړې د هر ماشوم بنسټيز حق دی او افغان ماشومان هم بايد په ‌خپله مورنۍ ژبه زده ‌کړې وکړي.
افغان سفير يادونه وکړه چې د نصاب موضوع يې د خيبر پښتونخوا له وزير اعلی سره شريکه کړې او نوموړي په دې برخه کې د ستونزې د هواري ژمنه ورکړې ده.
مشعل دغه راز وويل چې د ويزو، په تورخم د تګ راتګ، مهاجر کارتونو او د سوداګرو ستونزې يې له اړوند چارواکو سره شريکې کړې او ژر تر ژره به ورته رسېدنه وشي.
پېښور ته د سفر پر مهال د افغانستان سفير له افغان قونسلګرۍ څخه هم ليدنه وکړه او کارکوونکو ته يې سپارښتنه وکړه چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو تر څنګ د خپل هېواد ښه استازيتوب وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي