برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو د توقیف لړۍ دوام لري

آریانانیوز: افغان رسنۍ وايي، پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې ۱۵ افغان کډوال نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.


افغان رسنیو خبر ورکړی، چې یو شمېر افغان کډوال د اسلام اباد له بهاراکاو سیمې څخه د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته وړل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوليسو د ١٥ افغان کډوالو نيول تاييد کړل او ويې ويل: د دغو ١٥ کسانو د اسنادو په اړه څېړنې پيل شوې او ډېر ژر به ازاد شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل وروسته، په زيات شمېر کې پناه غوښتونکي پاکستان ته تللي، څو مهاجرمنونکي هېوادونو ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ!