برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ذبیح الله مجاهد: کابل د اسلام اباد د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی

آریانانیوز: ذبیح الله مجاهد ویلي چې کابل د اسلام اباد د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی ځکه نه غواړي چې په سیمه کې جګړه رامنځته شي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: که اسلام اباد وغواړي، طالبان به د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په خبرو کې منځګړیتوب وکړي ، هغه زياته کړه: که پاکستانی لوری وغواړي چې موږ منځګړیتوب وکړو او که پوه شو چې زموږ منځګړیتوب اغېزمن دی، بې له شکه دا کار کوو، ځکه موږ غواړو چې په سیمه کې جګړه نه وي.

مجاهد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په اړه وویل چې دغه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او دغې ډلې ته به د فعالیت اجازه ورنکړل شي.

هغه زیاته کړه: موږ له تحریک طالبان پاکستان سره هیڅ اړیکه نه لرو، چې د هغوی لګښتونه تمویل کړو او یا هم ورسره مل یوو. برعکس موږ هغوی ته اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې فعالیت ولري.

تر دې مخکې ځینو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و چې طالبان هڅه کوي د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې بیا پیل کړي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي