برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بشري حقونو د کمیسیون افغانستان کې سل زره ماشومان عاجلې مرستې ته اړ دي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستې د همغږۍ په نوم اداره وايي افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.


د دې ادارې د راپور له مخې دغه ماشومان په هغو کورنیو پورې تړلي، چې د جګړو، وچکالیو او نورو ستونزو له امله کډوال شوي دي.
سرچینه د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون په حواله وايي چې مرستې ته اړو ماشومانو کې هغوی شامل دي چې له زده کړو لرې پاتې شوي، کم عمر کې واده شوې یا هم له جنسي ځورونو او قاچاق سره مخ شوي دي.
دغه اداره وايي چې دې ماشومانو سره د مرستې لپاره ۹۰۰ زره ډالرو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت په داسې حال کې دا راپور خپرېږي، چې د ټولنې دا قشر په زور، فشار او هڅونې د جګړو لیکو ته هم جذب شوی دی.
د اربکیانو د لیکو تر څنګ، د پولیسو او اردو په لیکو کې هم له ماشومانو د ناسمې او حتی جنسي استفادې راپورونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي