برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د انګورو شپږ ځانګړې ګټې

آریانانیوز: انګور یو له هغو میوو څخه دی چې په خپل موسم کې تر ټولو زیاته خوړل کیږي، او ډیر کم شمېر خلک به داسې وي چې دغه خوندوره او بېلا بېلا ډولونه لرونکې میوه نه خوښوي.


خو انګور یوازې د خوږوالي لپاره نه دی چې وخوړل شي، بلکې د روغتیا لپاره یو شمېر ګټې لري، انګور ډول ډول رنګونه لري چې هر ډول یې بازار کې بېلا بېل نرخونه لري، لکه شین، سور، آبي، بانجاني او تور.
انګور روغتیا ته کوم ډول ګټه رسوي؟
د اکسایډ ضد مادې ستره سرچینه ده

انګور په لوړه کچه د اکسایډ ضد ماده لري، لکه کیروټین، پولي فینولز او داسې نورې مادې، د ډول ډول روغتیایي څیړنیز راپورونو سره سم د اکسایډ ضد مادې د زړه په پیاوړلو کې خورا ګټور دی او د یو ځانګړي ډول سرطان ګواښ هم کموي.
بل دا چې انګور په بدن کې هغه خطرناک ذرات چې زیان رسوي مخنیوي کې مرسته کوي، چې ورسره د وینې رګونو روغتیا ته نوره وده هم ورکوي، په مرسته یې د وینې جریان غوره کیږي او د وینې فشار کچه ټيټیږي.
پوستکي ته ګټه رسوي
په انګور کې هغه برخې شته چې د عمر په تېریدو د انسان په بدن کې د زوړوالي او یا د پوستکي غونجوالي ستونزو مخنیوي کې مرسته کوي، د امریکا ایالت کلفورنیا پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په انګور کې شته برخه چې resveratrol نومیږي، هغه باکتریاوې له منځه وړي چې په پوستکي دانې رامنځته کوي.
سترګو لپاره ګټور دي
د میامي پوهنتون په یوه څیړنه کې د انګورو خوړلو ګټه ترمخ شوې ده، هغه کسان چې انګور ډیر خوري د سترګو دید یې پیاوړی کیږي، څیړنې زیاته کړې چې انګور خوړلو سره د سترګو زیانونکي مواد کمیږي او سترګې له DNA څخه ژغوري چې په مرسته یې د صحي حجرو ساتنه کیږي او په پایله کې د سترګو دید/نظر ته ګټه رسوي.
ذهنې روغتیا لوړوي
د کلفورنیا پوهنتون په یوه څیړنه کې څرګنده شوې چې د انګور خوړلو ورځنی عادت د انسان دماغ له کمزوري کولو ساتي، په څیړنه کې ویل شوي چې انګور خوړلو سره د هغو شیانو مخه نېول کیږي چې ذهني کمزورتیا یا حافظې کمزوري (الزائمر) رامنځته کوي.
د بندونو لپاره غوره خواړه دي
د ټیکساس پوهنتون له انګورو څخه د روغتیایي ګټو پورته کولو څیړنې ښودلې چې دغه تازه مېوه خوړل په خلکو کې د بندونو دردونو ښه کولو کې مرسته کوي، څیړنه کې ویل شوي چې په انګورو کې د اکسایډ ضد ماده په بندونو کې غوړوالی رامنځته کوي او فعاله یې ساتي.
د پوټاشیم ترلاسه کولو ښه سرچینه ده
په سل ګرامه انګورو کې ۱۹۱ ملي ګرامه پوټاشیم موجود وي، د پوټاشیم استعمال بدن ته له یو شمېر لارو ګټه رسوي، پوټاشیم بدن کې د وینې لوړ فشار ټيټوي، اضافي کولیسټرول کموي او د زړه روغتیا ته هم ګټه رسوي، په یوه څیړنه کې ویل شوي چې پوټاشیم په خیټه کې د ګازو ستونزې هم له منځه وړي.

په یاد ولرئ چې انګورو پسې یخې اوبه څښل په معده بوج راولي او د خیټې خرابولي لامل کیږي، همدا ډول د انګورو پوستکی که وچ شي او بیا وسوزول شي نو ایره يې د ډېرو زخمونو لپاره کارول کېږي.

شریک یي کړئ!