برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امنیتي چیک پوسټونو له زیاتوالي څخه دکابل دښاریانوسر ټکونه

د پلازمیني کابل یو شمېر اوسېدونکی په ښار کې د امنیتي چیک پوسټونو د زیاتوالی له امله شکایت کوي، دوی وایی چې دغو چیک پوسټونو نه یوازي دا چې د امنیت په ټینګښت کې مرسته نه ده کړی، بلکي عامه وګړو ته یې د تګ راتګ پرمهال لوی سرخوږی جوړ کړی دی.


د دوی په وینا کله چې څوک غواړی کوم ناروغ روغتون ته ولېږدوی نو په لاره کې پر ځنډ سر بیره د سختې تلاشۍ له کبله، له نورو ستونزوسره هم مخ کېږی.
د کابل اوسېدونکی، معروف وایی:« د دې چیک پوسټونو هیڅ فایده نشته، هره ورځ خلک په عذاب دی، امنیت باندې یې تاثیر نه دی کړی او په هر ځای کې پلټنه خواوشا نیم ساعت وخت نیسی».
کابل ښار کې یو موټر چلوونکی، رحمت‎الله وایی: « دا بریدګر خو څه له آسمانه نه راځي، خو همدلته کابل کې د حکومتي ادارو په اړخ کې اوسي، په دې تلاشیو کې یوازې د خلکو وخت ضایع کول او د هغوی تکلیف کول دي ».
یو بل کابل میشتی فرید وایی: « د ښار په مینځ کې دا چيک پوستونه د ښاري امنیت په ټینګولو کې ښه ونډه نلری، که دوی غواړي امنیت ټینګ کړي؛ اول باید چې د کابل دروازې چیک پوسټ ولری، ځکه چې اوس مهال مسلکي کسان په هغو ځایونو کې نشته».
دا چې په کابل ښار کې ځای پرځای د تلاشۍ پوستې حکومت جوړي کړي او په هرو څو میتریو کې یې یو پلټڼ ځای شتون لري؛ نو په حساسو ځایونو کې باید امنیتي پیښې نه وای رامنځ ته شوي، ولي وړمه ورځ (دوشنبه د ثور پر۱۰مه) په برید کې چې د کابل په ترټولو خوندي، شش درک سیمه کې ترسره شو؛ د ۹خبریالانو په ګډون ۳۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۵۰ تنه نور د ۷ خبریالانو په ګډون ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي