برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امريکايي الوتکو بمبار کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: دیوراپوله مخبی په ميدان وردګ ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو د امريکايي الوتکو د بمبار له امله دولس ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
له ميدان وردګ ولايت څخه راپورونه وايي چې تير ورځ مازيګر د ميدان وردګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ د تنګي په امير کلا سيمه کې امريکايي الوتکو د ملکي وګړو په کورونو بمباري کړې ده او په نتيجه کې يې دوه ماشومان وژلي او لس نور ټپيان کړي دي
د سيمې اوسېدونکي وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې يې ټول ماشومان دي چې امريکايي الوتکو په نښه کړي
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په غزني او بدخشان ولایت کې دولتي عسکرو د ولسي وګړو سل دوکانونه او څلويښت کورونه سوځولي او نړولي وو
باید وويل شي چې په دې وروستيو کې امريکايي او داخلي عسکرو تر بل هر وخت د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه او شپنيزې چاپې زياتې کړي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی تر اوسه د ميدان وردګ ولايت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي