برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اقراء په نوم کور په کور کمپاین

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په خوست ولایت کې د "اقراء" په نوم کور په کور کمپاین پیل شوی دی.


دا حرکت غواړي د خوست خلک وهڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي.
په دې ټولنیز حرکت کې د خوست مدني ټولنې فعالان، دیني عالمان او د بشري حقونو مدافعان شامل دي.
د دې حرکت یوه غړي شمس الله زیارمل پرون رسنیو ته وویل: “موږ غواړو چې په کلیو کې کور په کور وګرځو، لېرې پرتو سیمو ته ورشو، خلک وپوهوو چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.”
ملګرو ملتونو تېر کال په یوه رپوټ کې وویل چې درې اعشاریه اووه ميلیونه کوچنیان له ښوونځیو پاتې شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، له تعلیمه په محرومو کوچنیانو کې اویا فیصده نجونې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي