برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان په اړه د عمران خان وینا ګټوره نه ده

آریانانیوز: د افغانستان سولې او جوړجاړي لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیلزاد وايي د افغان سولې لپاره پاکستان مهم رول ادا کړی دی خو د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان وروستی خبرې ګټوري نه دي.



نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی به یوازي افغانان ټاکي، نړیواله ټولنه به افغانان تشویقوي تر څو دوی په خپلو کې سره را ټول شي او خپله پرېکړه وکړي.

U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
While #Pakistan has made constructive contributions on the #AfghanPeaceProcess, PM Khan’s comments did not. The future of #Afghanistan is for #Afghans, and only Afghans, to decide. The role of the international community is to encourage Afghans to come together so they can do so.
2,499
10:54 PM – Mar 26, 2019
Twitter Ads info and privacy
1,192 people are talking about this
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کېدل ممکن د سولې پر روان بهير ښه اغيز ولري او په دې اړه شته خنډونه له منځه يوسي.
د نوموړي په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستانی سفیر احضار کړ او په ورته وخت کې يې په دغه هیواد کې خپل سفیر افغانستان ته د سلا مشورې لپاره را لیږلی دی.
زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې په داسي وخت کې کړی چې تازه یې سیمې ته د افغان سولې اړوند سفر پیل کړی او ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان په شمول قطر ته هم سفر وکړي او د بهرنیو چارو وزارت په وینا نوموړی به هڅه وکړي چې د افغانستان د سیاسي حل په موخه اسانتیاوي برابري کړي او افغانان خپل منځي خبرو اترو ته وهڅوي.
تمه ده چې د راتلونکي اپریل میاشتې په ۱۴ – ۱۵ نیټه په قطر کې د افغان سیاسي جهتونو/شخصیتونو او طالبانو تر منځ د موسکو غونډې په دوام یوه بله غونډه وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي