برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي «طوفان هریرود» لوبډلې وګټله

آریانانیوز: د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ پایلوبه چې د شاهین اسمایي او طوفانی هریرود لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه، طوفاني هریرود لوبډلې شاهین اسمایي ته په یو صفر ماتې ورکړه.


دغه سیالۍ چې تر ۱۲۰ دقیقو وغځېده، طوفان هریرود لوبډله وتوانېده په ۱۰۹مه دقیقه کې ګول ووهي، او تر پایه یې د شاهین اسمایي لوبډلې د سختو حملو مخه ونېوله او د یاد جام اتلولي یې وګټله.
شاهین اسمایي د افغانستان غوره لیګ غوره لوبډله ده چې تیر څلور واره یې ددغه لیګ اتلولي هم ګټلې ده خو روان کال یې د خپلې اتلولۍ دفاع ونشوه کړای، له دې وړاندې يې په ۱۳۹۲، ۹۳، ۹۵ او ۹۶ کالونو کې پرلپسې اتلولي خپله کړې وه.
د شاهین اسمایي او طوفان هریرود لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن مازیګر ۵:۳۰ بجې پېل شوه، چې لومړۍ ۴۵ دقیقې د دواړو لوبډلو له حملو وروسته هیڅ لوبډله په ګول وهلو ونه توانېده.
همدا ډول دویمه نیمایي هم بې له کوم ګول وهلو پرته ترسره شوه، په دې دوران کې طوفان هریرود د پینالتي چانس له لاسه ورکړ، چې وروسته د نیم ساعت اضافي وخت ورکړل شو، چې له اضافي وخت څخه په ګټې اخیستنې رووف قادري په ۱۰۹مه دقیقه کې په ګول وهلو بریالی شو او لوبډلې ته یې پنځه کاله وروسته د جام اتلولي ورکړه.
په دغه جام کې ۸ (شاهین اسمایي، طوفانن هریرود، اباسین څپی، سپین غر بازان، میوند اتلان، عقابان هندوکش، موج های امو او سیمرغ البرز) لوبډلو ګډون کړی و چې څلور لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار موندلې وه، په نیمه پایلوبو کې شاهین اسمایي بنیاد رحیمي ته او طوفان هریرود اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
دغه سیالۍ ته چې په زړه پورې پای یې درلود د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي (اصغر افغان، محمد نبي، سمیع الله شینواری او داسې نور لوبغاړي) د لوبې کتلو لپاره راغلي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي