برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طوفان هریرود لوبډلې وګاټه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د افغانستان د فوتبال اتم پړاو د غوره لیګ سیالیو پای لوبه د شاهین آسمايي او طوفان هریردو ترمنځ ماښام مهال پیل او تر سره شوه
طوفان هریرود لوبډله بریالۍ شوه، چې د ۰-‍۱ په وړاندې شاهین آسمايي لوبډلې ته ماته ورکړي او د غوره لیګ د دغه پړاو د سیالیو اتلولي خپله کړي
د لوبې په لومړۍ نیمه کې دواړه لوبډلې د ګول وهلو له چانسه بې برخې وې او لوبه صفر د صفر په وړاندې پای ته ورسیده
د لومړي نیمايي په اضافي وخت کې حاتم شیردل وتوانید، چې ګول ووهي او د اتلولۍ جام له کابل څخه یو ځل بیا د هېواد لویدیځ ته ولیږدوي
د یادونې ده، چې د هرات خلک د خپلو اتلانو د بري لپاره سړکونو ته راووتل او دغه بریایې له خوشحالیو ډکه ونمانځله.

شریک یي کړئ!