برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ادبیاتو پوهنځي رئیس ووژل شو

آریانانیوز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پرون مازیګر نږدې پنځه بجې د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په یو کرولا موټر چاودنه شوې چې له امله‌یې د دې پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس او استاد پوهاند مسعود نېکبخت وژل شوی او د ده د زوی په ګډون دوه نور استادان ټپيان شوي دي
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه د چسپکي ماین په وسیله ترسره شوې ده
جلال‌اباد هغه ښار دی چې وخت ناوخت په‌کې دغه ډول چاودنې رامنځته کېږي
د تېرې زمري میاشتې په ۲۸مه نېټه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ په دغه ښار کې ۱۲ پرله‌پسې چاودنو لسګونه کسان ټپيان کړي وو.

شریک یي کړئ!