برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیوه امریکایی ترهگرعسکر وژل کیدا

آریانانیوز: د غوڅ ملاتړ ماموریت( ناټو) ځواکونو له رسنیز دفتره په خپره شوې اعلامیه کې نن سهار په افغانستان کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کیدو خبر ور کړل شوی دی.



په هېواد کې میشت ناټو ځواکونو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دې امریکایي عسکر د وژل کیدو پیښه تائید کړې خو د ځای او څرنګوالي په اړه یې نور څه نه دي ویلي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو پورې د دې وژل شوي امریکایي عسکر نوم نه خپریږي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دې وژل شوي سرتیري نوم به له ۲۴ ساعتونو وروسته خپور شي.
وسله والو طالبانو په ځانګړې ډول د دې امریکایي عسکر د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي خو د باګرام په هوایي ډګر یې د را کیټونو د ور توغولو ادعا کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي