برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دګرين ويلیج په بريد کې لسګونه بهرنيان وژل اوژوبل شوی دی

آریانانیوز: دیوزاپوپه له مخی تيره شپه لس بجې طالبانو د کابل نهمې امنيتي حوزې اړوند په خورا خوندي او حساسه سيمه کې د بهرنیو ځواکونو په يو مرکز ګرين ويليج موټر بم بريد وکړ او لسګونه بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يې لسګونه بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يې د بهرنيو عسکرو ميشت ځايونه، کورونه او دفترونه په نښه کړي دي او دا بريد يې د امريکايانو له لوري په ملکي وګړو د هوايي بريدونو او شپنيزو چاپو په غبرګون کې کړی دی
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
@Zabehulah_M33
#جزئيات
په #ګرین_ویلیج کې د موټر بم په چاودنې سره هلته میشت ټول د اشغالګرو کورونه، خوب ځایونه او دفترونه نړیدلي دي
د بهرنیو اشغالګرو د تلفاتو شمیر له هغه څه ډير زیات دی چې اټکل يې کیده
ذبيح الله مجاهد د بهرنیو عسکرو د تلفاتو دقيق ارقام نه دي په ډاګه کړي خو ویلي يې دي چې د مړو او ټپيانو شمير زيات دی
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
@Zabehulah_M33
تازه
د #کابل په برید کې ښکیل فدايي مجاهدین وايي چې دومره خارجي مړي راته پراته دي چې حسابولی يې نشو
برید په خپل ټاکل شوي هدف ترسره شوی، سخته جګړه روانه ده، د دښمن لخوا د برید له نوعیت او تلفاتو څخه انکار مؤقتي کذب ده چې ډير ژر به بیرته پسې ریښتیا شی. ان شاءالله
نوموړی زياتوي چې د کابل بريد د هغو هوايي بريدونو او چاپو په غبرګون کې شوی دی چې هره شپه د بهرنيو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو ترسره کيږی
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
@Zabehulah_M33
په #کابل کې د بهرنیو په تر ټولو مصئونه سیمه ( شین کلي) برید ثابته کړه چې افغانان د خپلو خلکو په وړاندې د ظلم او تیرې په اړه بې تفاوتي نشي پاتې کیدلی.
ټول افغانان د هغو څو مزدورانو په څير نه دي چې د نیویارک او واشنګټن د امنیت لپاره د خپلو بې دفاع خلکو جاسوسي کوي او وژني يې
په ياد بريد کې د ملکی تلفاتو په اړه ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې په دغه بريد کې هيڅ ملکي افغان نه دی په نښه شوی او نه هم په ياده سيمه کې ملکي وګړو ته د تګ راتګ اجازه شته او په وينا يې چې کوم ملکي وګړي د کابل ښار په نورو سيمو کې د هندارو ماتېدو له امله سطحي ټپيان شوي وي دوی ورسره خواخوږي ښيي
مجاهد د ياد بريد په اړه د کابل امنیتي مسؤلينو ادعاوې رد کړي دي او ويلي يې دي چې د کابل ادارې چارواکو معلومات غلط دي او بهرني عسکر د پيښې ځای په سل مترۍ کې هم داخلي عسکر نه پريږدي او په خپل ټويټر يې د هغه سرتيري بريد ګر
مخابروي غږ هم خپور کړی دی چې د بريد له ځايه تازه معلومات ورکوي
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
@Zabehulah_M33
بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د تيرې شپې له موټر بم بريد څو شيبې وروسته وويل چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي، رحيمي له موټر بم بريد وروسته د مرکز داخل ته د سرتيرو بريدګرو داخلېدل او په بهرنيو ځواکونو بريدونه رد کړل او دروغ يې وګڼل
این که دشمن گفته که بعد از انفجار امشب مهاجمین نیز به گرین ولیج داخل شده دروغ محض است
این انفجار در بین خانه های افراد ملکی صورت گرفته، با تاسف که در یک‌ کیلو متری خانه های افراد ملکی خساره مند گردیده و چندین تن از افراد ملکی شهید و زخمی گردیده
ګرين ويليج چې د بهرنیو ځواکونو د استوګنې خورا خوندي او حساسه سيمه ګڼل کيږي، څو مياشتې وړاندې هم پرې د طالبانو له لوري بريد شوی و او بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه
بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو چاپې او عمليات زيات شوي دي چې ډېر ځله يې طالبان د بندولو غوښتنه کوي او يا يې هم په غبرګون دغه ډول بريدونه ترسره کوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي