برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دکابل په پرونی تروریستی چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۲ او د ټپيانو ۱۲۲ ته لوړ شو

پرون سهار د کابل شپږمي امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز سرتيری بريد وشو.


د برید مسؤلیت داعش ډلي په غاړه واخیستی ، په وينا يې سرتيری ابوالبراء الشیرازی نومېده چې د ایران د شیراز سيمي اوسېدونکی و.
د عامي روغتيا وزارت له لوري وروستي خپاره شوي جزئيات په ډاګه کوي چې تر دې دمه د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۵۲ او د ټپيانو شمېر ۱۲۲ تنو ته ورسېد.
ارګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نننۍ چاودني غندنه کړې او طالبانو بیا په بريد کې لاس لرل رد کړي.
له دې وړاندي په بريد کې د وژل شويو شمېر ۴۸ تنه ښودل شوي وو چې له جملې يې ۲۲ نارينه ، ۲۱ مېرمني او ۵ نور کوچنيان وو.
د ټپيانو اړوند ويل کېدل چې شمېره يې ۱۱۲ تنه دي ، د دوی له جملې ۴۹ نارينه ، ۴۷ ښځي او ۱۶ تنه کوچنيان يادېدل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي