برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دکابل شیرشاه سوری جومات دملاامام يرژوند کتنه

آریانانیوز: دکابل دشیرشاه سوری دجومات ملاامام مولوی عزیزالله مفلح د افغانستان دعلماوشوری غړی وو.
دکابل دشیرشاه سوری دجومات خطیب مولوی عزیزالله مفلح په کابل کی دویمی دینی پیژندل شوی عالم وو.چی په جومات کی د ځای پرځای شوی چاودونکی توکی په چاودنی کی په شهادت ورسید.
مولوی عزیزالله مفلح دحدیث اوقرانی علوم دماسټری درجی پوری زده کړی کړی وی. اودافغانستان دعلماودشوری غړی وو
هغه دجمعی په ورځ ( دغبرګولی ۲۳ نیټه ) ددریونوروتنوسره دشیرشاه سوری جومات په د ننه کی په شهادت ورسید کابویواونۍ مخکی هم تردی دوزیر اکبرخان د جومات خطیب مولوی ایازنیازی داېښودل شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې دجومات په دننه کی په شهادت ورسید .
یوشمیر دینی عالمانو پرملا امانوباندی برید یی داندیښنی وړ بللی دی
دیني عالم سالم حسیني په دې اړه وايي: دوی د معتدلو او پوهو څېرو په حذفولو سره، د افراطیت او د خپلو جاهلانه او توندلاریو مفکورو د تبلیغ لپاره زمینه برابروي
د حج او اوقافو وزارت وایي چې مولوي مفلح څه باندې لس کاله په دغه جومات کې امامت کړی و او د قومي ؛ ژبني او مذهبي تعصب پر وړاندې درېده او پر تعصب یې نېوکې کولې.
مولوي مفلح دیني زده کړې په پاکستان کې کړې وې؛ خو خپله ماسټري یې په کابل کې پای ته رسولې وه .
دیني عالم عبدالدیان زاهد وویل: که چېرې یو ذره عقیده یې هم پر خدای لرله، دا ډول شخصیتونه به یې نه په نښه کول.
د کابل اوسېدونکی قند آغا شریف پور هم وايي نه غواړو چې د یوې مور اوښکې پر ځمکه پرېوځي او زوی بې موره شي او زموږ ملت بې له پوهنتونه او کتابه شي.

شریک یي کړئ!