برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپلازمینی کابل کې په درنه چاونه کی تر سلو زیات کسان مړه او ژوبل شول

آریانانیوز: د راپور له مخې بیګا د کابل په نهمې ناحیې کې د یو کاربم د چاودنې له امله درې پولیس او یو ملکي کس مړ او د څلورویشتو ماشومانو او څلورو ښځو په شمول درې نوي تنه ژوبل شول.


اوطالبانو د دغه چاودنې پړه په غاړه واخسته.
په بیګانۍ حمله کې چې د ګرین ویلیج په نامه د کابل ښار په نهمې ناحیې کې د بهرنیو میلمنو په میلمستون وشوه په ټول کې تر سلو زیات کسان مړه او ژوبل شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندویي نجیب دانش وویل چې له چاودیدونکو موادو یو ډک ګاډی بیګا د کابل ښار په نهمې ناحیې کې د بهرنیانو میلمستون ته نزدې وچاودیده چې درې پولیس او یو ملکي کس پکې مړ او نوي ژوبل شول.
دغه چاودنې مالي تاوانونه هم اړولې دي. کتونکي وایي چې د خواوشا کورونو شیشې بیخي ماتې شوې چې د هغو له امله هم یو شمیر کسان ژوبل شوې دي.
ګرین ویلیج میلمستون د کابل کندهار په لاره او د کابل ګمرک ته نزدې پروت دی او اکثره میلمانه یې د غیردولتي موسسو او دملګرو ملتو کارکوونکي دي.
د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد وویل چې دغه چاودنه د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو او د هغوی د تالي څټو په ځای شوې ده. ده لیکلې چې له دې مخکې ملکي کسانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د بهرنیو ځواکونو د استوګنې له ځایونو او پوځي مرکزونو دې لرې اوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي