برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوه امريکايي نیواکګرپوځیان و وژل شول

آریانانیوز: دیوراپورسره سم د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د مخامخ نښتې پر مهال دوه امريکاييپوځیان  وژل شوي دي
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، امريکايي عسکرو وړمه شپه د پښتون زرغون ولسوالۍ په مارو بازار سيمه کې د دوی د جنګياليو پر مرکز چاپه ووهله، چې پر مهال يې دوه امريکايي عسکر ووژل شول او چاپه يې له ناکامۍ سره مخ شوه
د ښاغلي احمدي په وينا له دغو عملياتو وروسته امريکايي الوتکو په سيمه کې بمبار هم کړیدی دی
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم طالبانو د کابل شمال کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پر  بګرام پوځي اډې له موټربم وروسته ډله ييز برید کړی و، چې نږدې ديارلس ساعته يې دوام وکړ.طالبانو ويلي و، په دغو عملياتو کې يې لسګونو امريکايي او ناټو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي