برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغان دامنیتي ځواکونو له خوا د ترکی ښوونځی محاصره

آریانانیوز: جوزجان کې افغان ترک ښوونځی تېره شپه د امنیتي ځواکونو له چاپې وروسته لا هم تر محاصرې لاندې دی.


د دې ښوونځي مسؤلین وايي چې امنیتي ځواکونو د ټولو قانوني اصولو خلاف تېره شپه پر دې ښوونځي چاپه ووهله چې لا يې هم محاصره لا روانه ده.
د دې ښوونځي مرستیال محمود صدیقي وايي چې امنیتي ځواکونو د زده کوونکو د والدینو له توند غبرګون سره مخ شول، خو هغوی پرې تېزې اوبه وشیندلې چې ګڼ کسان يې ټپيان کړل.
د صدیقي په وینا په ټپیانو کې یوه حامله مېرمن هم ده، چې د امنیتي ځواکونو په اوبه شیندلو سره غورځېدلې او ټپې شوې ده.
د سرچينې په وینا امنیتي ځواکونه بې له کوم رسمي مکتوبه زورونه وهي چې د دې ښوونځي څلور ښوونکي په ترکیه کې له شوې کودتا سره د تړاو په تور ونیسي.
د جوزجان والي هم د پېښې پخلی کړی او ټینګار يې کړی چې دوی به د ترکيې له حکومت سره د کړې ژمنې پر اساس ټول هغه کسان ونیسي چې ترکي حکومت پرې د کودتا د پلویتوب شک کوي.
والي لطف الله عزیزي وايي دوی هڅه کوي چې د زده کوونکو والدین هم قانع کړي، خو د والدینو شورا ټینګار کړی چې له دې ښوونکو به د سرونو په بدله هم دفاع وکړي.
د افغان ترک ښوونځيو ریاست هم په خپره کړې اعلامیه کې دا یو غیر قانوني اقدام بللی او په ټينګه يې غندلی دی.
په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو وضعیت له هغه وروسته د حکومت له لوري ترینګلي حالت ته ور ټېل وهل شو، چې په ترکیه کې د ناکامي کودتا ګوته فتح الله ګولن ته ونیول شوه.

شریک یي کړئ!