برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

خلیلزاد: د افغانستان اوسنی بد وضعیت د امریکا په ګټه تمام شو

آریانانیوز: په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د خلکو لپاره ډېر ستونزمن دی، خو د امریکا په ګټه تمام شو.


په افغانستان کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، زه طالبان هڅوم چې د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له افغانانو سره ناستې وکړي او د هغوی غوښتنې ومني.

زلمی خلیلزاد له امریکا سره د دوحې د تړون د لاسلیک له ملاتړو څخه و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه.

باید وویل شي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې د دوحې تړون د پخواني حکومت د سقوط یو لامل بللی دی.

خلیلزاد د افغانستان د روان وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: بې له شکه دا د امریکا په ګټه پای ته ورسېده، ځکه چې د جګړې څخه یې پښه ایستله. البته د افغانستان لپاره ډېر ستونزمن حالت را منځته شوی.

خلیلزاد زیاته کړه: عام خلک له اقتصادي محرومیت او بنسټیزو خدمتونو څخه رنځ وړي او هېواد یې انزوا ته غورځېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي