برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان څخه وتلو په برخه کې طالبانو سره مهم پرمختګونه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس زلمی خلیلزاد ددی تړونونو په اړه خپل توییتر کې ولیکل: دا په دی معنی نه دی چی زموږ کار پای ته رسیدلی دی. موږ حتی دا دوه موضوع نه دی خلاص کړی او نورو مهمو موضوعاتو لکه بین الافغانی او اوربند په اړه خبرو اترو موضوعات همداسی پاته دی.


دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی، خلیلزاد ویلی وو چی د قطر په شپږ ورځنۍ ناسته کې سولې تړون یو طرحه باندی پرنسیب کې توافق ته رسیدلی دی.
خلیلزاد وایی چی د سولې لاره هر وخت همواره نه دی او افغانستان وضعیت پیچلی دی: شکاکان په عجله سره د یو مهم هڅی په اړه قضاوت کړی دی؛ خو فیل په یو لقمه نه شی خوړلی. یو ۴۰ کلن جګړه به یو لیدنه کې نه حل کیږی؛ حتی که دا خبری اتری نږدی یو اونۍ دوام وکړی.
دا په داسی حال کې دی چی ولسمشر غنی او امرالله صالح د خلیلزاد څو ورځو مخکې خبرو په غبرګون، ویلی دی چی سولې کیلی په افغانستان کی دی خو جګړی کیلی د پاکستان په راولپندی کی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي