برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د شنبې په ورځ طالبانو سره مذاکرات له سره پیلېږي

آریانانیوز: خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي "دواړه لوري به په راتلونکو دوو ورځو کې خپلمنځي بحثونه وکړي او له منظمو پلانونو سره به د شنبې په ورځ بیا سره راټول شي. ټول څلور مهم مسایل لا هم د میز پر سر پاتې دي".


له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او په افغانستان کې اوربندد د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو د بحث اساسي موضوعات دي.
د ښاغلي خلیلزاد پر وینا، لکه څنګه چې په دوحه کې خبرې روانې دي، په کابل کې هم د یوې ملي ډلې په جوړولو کې پرمختګونه شوي، ترڅو له طالبانو سره په خبرو کې ګډون وکړي.
د افغان سولې په تړوا د امریکايي پلاوي‌ او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو غونډه د تیرې دوشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوه.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین اسوشېتیېدپریس ته ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو طالب استازي او امریکايي پلاوی توافق ته نږدې شوي دي.
افغان حکومت هیله څرګنده کړې، چې په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو مذاکرات، د سولې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي