برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حمدالله محب د ولایتونو په سفر وتلی

آریانانیوز: کابل ته د خلیلزاد له راتګ سره سم د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» د ولایتونو په سفر وتلی.



د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې «حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي سلاکار په ملتیا د نورستان او کونړ ولایتونو ته په سفر وتلی».
اعلامیه وړاندې زیاتوي « محب د یادو ولایتونو له مسئولینو سره د امنیت په ښه کېدو غږېدلی او هلته مېشتو ځیني د ولتي عسکرو ته یې د ستاینې مډالونه او دولتي نښانونه ورکړي».
حمدالله محب داسې مهال له پلازمېنې کابل څخه ولایتونو ته په سفر وځي چې؛ هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» کابل ته رارسېدلی او له افغان چارواکو سره یې ناستې کړي دي؛ کابل ته د خلیلزاد تر راتګ وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې خلیلزاد شاید د حمدالله محب شتون په غونډو کې ومني او د نوموړي د شتون له امله رسمي لیدنې لغوه کړي.
یاده دې وي چې؛ بهرنیانو په «زلمي خلیلزاد» باندې تر نیوکو وروسته له حمدالله محب سره لیدنې لغوه کړې، همدا نن هم رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ میلر» د حمدالله محب د شتون له امله په «دفاع وزارت» کې جوړه شوې غونډه ترک کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي